افغانستان څخه د وتلو بهیر څیړل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41204-افغانستان_څخه_د_وتلو_بهیر_څیړل
د ډونالډ ټرمپ په دولت کې د امریکا دفاع وزیر وايي، د هغه ټیم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ناکامه وتنې هر اړخ څېړي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 09, 1403 13:56 Asia/Kabul
  • افغانستان څخه د وتلو بهیر څیړل

د ډونالډ ټرمپ په دولت کې د امریکا دفاع وزیر وايي، د هغه ټیم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ناکامه وتنې هر اړخ څېړي

هغه تېره شپه د کابینې په غونډه کې وویل چې یوه څېړنیزه ډله به د وتلو د بهیر مسله وڅېړي او هغه کسان چې په دې مسله کې ښکیل دي، پرته له کوم غور څخه به مسؤل وګڼل شي.په ورته وخت کې یاد چارواکي ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی ترڅو ټول هغه جنرالان چې له افغانستان څخه د وتلو په ناکامه او ویجاړونکې پروسه کې یې رول لوبولی له دندو ګوښه کړي.د امریکا ولسمشر مخکې ویلي وو چې په دې برخه کې به د ولسمشر جو بایډن د پخوانۍ ادارې چارواکي مسؤل وګڼي.