کډوالو ته د کورونو جوړولو لپاره د چین ژمنه
حوت 09, 1403 14:01 Asia/Kabul
په افغانستان کې د چین سفیر د کډوالو چارو سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې هیواد به یې له راستنیدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره استوګنیز ښارګوټي جوړ کړي.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي دي چې افغانستان ته د کډوالو راستنیدل خلکو ته د مرستو رسولو په بهیر کې ستونزې رامینځته کړې دي او افغانستان په دې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.د چین سفیر د کابل او بیجینګ ترمنځ د ډیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو اهمیت هم یاد کړ او وویل چې هیواد به یې په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پانګونې په برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزیر هم د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې چمتو شوې مرستې به په روڼتیا او عادلانه ډول اړمنو کسانو ته ورکړل شي.