-
افغانستان کې د خوړو نا امنۍ په اړه د اوچا راپور ردیدل
حوت 14, 1403 13:11په افغانستان کې د خوړو نا امنیو د کچې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د وروستي راپور له خپریدو وروسته د افغانستان سرپرست حکومت دا راپور رد کړی.
-
تر راتلونکو ۲ کلونو پورې د کاسا زر پروژې پرانسته
حوت 14, 1403 13:10د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزارت اعلان وکړ چې د کاسا زر پروژې کارونه په تاجیکستان او قرغزستان کې بشپړ شوي او په افغانستان او پاکستان کې کار په چټکۍ سره روان دی.
-
غزې ته د انساني مرستو د لېږد بهیر له ځنډیدو نیوکې
حوت 14, 1403 13:09غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو بندول چې د یکشنبې په ورځ د بنیامین نتانیاهو په امر ترسره شو ډیری اندیښنې رامینځته کړې دي. یونیسف په یوه بیان کې ویلي چې دا عمل به د ماشومانو او کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.
-
اوکراین ته د امریکا پوځي مرستو ځنیډیدل
حوت 14, 1403 13:08د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د واشنګټن ټولې پوځي مرستې ځنډولي دي.
-
د فوټسال ملي ټیم لوبغاړو لپاره د ویزو ستونزه
حوت 14, 1403 13:07د هغو راپورونو وروسته چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله لوبغاړو ته د ویزو په ورکولو کې د ځنډ له امله سیالیو څخه محرومه شوه، د هیواد فوټسال ټیم مشر روزونکي مجید مرتضايي په خپل انسټاګرام کې ولیکل چې ډېر ژر به ستونزه حل شي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 13, 1403 14:11د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د هند او استرالیا لوبډلو ترمنځ سیالۍ
حوت 13, 1403 14:10هند او اسټرالیا چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د کرکټ د اتلولۍ جام مخکښ لوبغاړي دي، ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ په نیمه پای لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
-
افغانستان ته د ازبیکستان د برښنا تعرفه
حوت 13, 1403 14:10د ازبیکستان د برېښنا ملي شبکې شرکت ویلي چې افغانستان ته د برېښنا صادراتو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
-
پر ولودیمیر زلنسکي د امریکا فشار
حوت 13, 1403 14:09امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د امریکایي چارواکو له خوا تر فشار لاندې و، او وویل چې د ډونالډ ټرامپ دولت له زیلینسکي څخه غوښتي چې یا له روسیې سره د سولې خبرو اترو ته چمتو شي یا خپله استعفا اعلان کړي.
-
افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو احتمال
حوت 13, 1403 14:08د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې په افغانستان کې به د دې سازمان دفتر چې د یوناما په نوم پیژندل کیږي خپل ماموریت وغځوي