د هند او استرالیا لوبډلو ترمنځ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41348-د_هند_او_استرالیا_لوبډلو_ترمنځ_سیالۍ
هند او اسټرالیا چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د کرکټ د اتلولۍ جام مخکښ لوبغاړي دي، ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ په نیمه پای لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 13, 1403 14:10 Asia/Kabul
  • د هند او استرالیا لوبډلو ترمنځ سیالۍ

هند او اسټرالیا چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د کرکټ د اتلولۍ جام مخکښ لوبغاړي دي، ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ په نیمه پای لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې دا مهمه لوبه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.په دې لړۍ کې به نیوزیلینډ او سویلي افریقا هم سیالي وکړي، چې د پاکستان په لاهور کې به ترسره شي.د سیالۍ وروستۍ ګروپي مرحله د یکشنبې په ورځ د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه، چې هند وکولی شول خپل سیال ته ماتې ورکړي.افغانستان چې د لومړي ځل لپاره یې دې سیالیو ته لاره پیدا کړه د سویلي افریقا پر وړاندې مات خو انګلستان ته یې په ښه پایله ماتې ورکړه.بلخوا د اسټرالیا پر وړاندې په لوبه کې سره له دې چې سیالي په مساوي توګه پای ته ورسېده خو دا چې اسټرالیا له افغانستان څخه یو پوائنټ مخکې وو په دې ونه توانېد چې نیمه پای لوبې ته لاړ شي.