افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو احتمال
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41345-افغانستان_کې_د_یوناما_د_ماموریت_غځولو_احتمال
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې په افغانستان کې به د دې سازمان دفتر چې د یوناما په نوم پیژندل کیږي خپل ماموریت وغځوي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 13, 1403 14:08 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو احتمال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې په افغانستان کې به د دې سازمان دفتر چې د یوناما په نوم پیژندل کیږي خپل ماموریت وغځوي

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې دوی به په روانه میاشت کې د دې مسلې په اړه د بحث لپاره یوه غونډه وکړي.دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې په افغانستان کې د یوناما دفتر ماموریت د روانې میاشتې په اوولسمې پای ته رسیږي.د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ویلي دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب دی چې په ځانګړي ډول شاوخوا در ویشت میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.دې شورا دا هم وویل چې د افغانستان د سرپرست حکومت پالیسیو د بشري مرستو رسولو بهیر ننګولې ده. یوه داسې موضوع چې د کابل لخوا په کلکه رد شوې ده.بل پلو د ښځو او نجونو حقونو په اړه د سرپرست حکومت چلند هغه اندیښنه ده چې ملګرو ملتونو په مکرر ډول راپورته کړې او له کابل څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.