اوکراین ته د امریکا پوځي مرستو ځنیډیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41366-اوکراین_ته_د_امریکا_پوځي_مرستو_ځنیډیدل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د واشنګټن ټولې پوځي مرستې ځنډولي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 14, 1403 13:08 Asia/Kabul
  • اوکراین ته د امریکا پوځي مرستو ځنیډیدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د واشنګټن ټولې پوځي مرستې ځنډولي دي.

ټرمپ وویل چې دغه هیواد ته د مرستو ځنډول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو چې مشران یې د سولې ټینګیدو لپاره خپل ښه نیت وښيي.د ټرمپ دا امر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د لفظي شخړې او د اروپایي هیوادونو له خوا روسیې سره په روانه جګړه کې له کیف د ملاتړ اعلانولو څو ورځې وروسته صادر شود یادونې وړ ده چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې، متحده ایالاتو اوکراین ته یو سل او پنځه اویا ملیارد ډالر مرسته ورکړې ده، چې پکې نږدې یو شپیته اعشاریه څلور ملیارد ډالر پوځي مرسته هم شامله ده.ټرمپ د خپل کمپاین په جریان کې په مکرر ډول د اوکراین په جګړه کې د امریکا د ښکیلتیا کچه تر پوښتنې لاندې راوسته او وړاندیز یې وکړ چې اروپایي متحدین دې د مالي بار ډیر بار په غاړه واخلي.