-
د امریکا نوې پریکړې ته د یمن غبرګون
حوت 16, 1403 14:04د یمن د سترې سیاسي شورا غړي محمد علي حوثي د امریکا د نوې پریکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي د دغه هیواد نوم د بندیزونو په لیست کې شاملوي د امریکا دا پریکړه د دوی لپاره هیڅ مشروعیت نلري.
-
د خیبرپښتونخوا چاودنه کې د افغانستان رول
حوت 16, 1403 14:03د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د سې شنبې په ماښام د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې په یوه پوځي اډه برید کې چې دیارلس کسان یې ووژل او دیرش نور یې ټپیان کړل افغانانو په کې رول درلود
-
د انګلیس ادعاوو ته د ایران غبرګون
حوت 16, 1403 14:02د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د بریتانیا د ملي امنیت د ګواښلو لپاره د ایران د هڅې په تړاو د بریتانیايي چارواکو لخوا د دغه هیواد پر وړاندې شوې ادعاوې بې بنسټه بللي دي
-
اسلام کلا په سوداګریز او صنعتي ټکي بدلیدل
حوت 16, 1403 14:01د ایران د خراسان رضوي ولایت والي په مشهد کې د سرپرست حکومت له جنرال قونسل سره په لیدنه کې وویل چې د اسلام کلا - دوغارون پوله د افغانستان او ایران ترمنځ په یو آزاد سوداګریز او صنعتي زون بدله شوې ده.
-
افغانستان کې د ۱۶ میلیونه نیالګیو کینول
حوت 16, 1403 14:00د سرپرست حکومت د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي چې د سږ کال د نیالګیو کینولو په جریان کې به په ټول افغانستان کې شپاړس میلیونه نیالګي کینول شي.
-
د کابل د برید د طراح نیولو ته د کابل غبرګون
حوت 16, 1403 13:59د سرپرست حکومت استخباراتي ادارې پورې تړلې رسنۍ المرصاد ویلي دي چې محمد شریف جعفر چې امریکا یې د کابل هوايي ډګر ته نږدې د مرګوني برید د اصلي طراح په توګه پیژني د داعش یو ساده او بې اغیزې غړی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 15, 1403 14:19د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
تورخم بندر کې پوخي وضعیت
حوت 15, 1403 14:18د تورخم په بندر کې سرچینې وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواو کې وضعیت جنګي دی،او دواړو لورو څخه په سلګونه کورنۍ امن سیمو ته لېږدول شوې دي ، په ورته وخت کې په زرګونه موټر دواړو غاړو کې ګیر پاته دي
-
د قوش تېپې کانال په تړاو د چارواکو ناسته
حوت 15, 1403 14:17د کرنې وزارت سرپرست عطاالله عمر ویلي چې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې د ځمکو د سمې کارونې په پلان بحث وشو
-
خیبرپښتونخوا کې خونړی برید
حوت 15, 1403 14:16د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې په یوې اډه باندې د وسله وال برید په ترڅ کې د دریو ماشومانو په ګډون څو کسان ووژل شول. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لوړ پوړو حکومتي چارواکو په دې سیمو کې د امنیتي ننګونې د چټک حل غوښتنه کړې ده.