افغانستان کې د ۱۶ میلیونه نیالګیو کینول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41435-افغانستان_کې_د_۱۶_میلیونه_نیالګیو_کینول
د سرپرست حکومت د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي چې د سږ کال د نیالګیو کینولو په جریان کې به په ټول افغانستان کې شپاړس میلیونه نیالګي کینول شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 16, 1403 14:00 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د ۱۶ میلیونه نیالګیو کینول

د سرپرست حکومت د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي چې د سږ کال د نیالګیو کینولو په جریان کې به په ټول افغانستان کې شپاړس میلیونه نیالګي کینول شي.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ هم له خلکو غوښتي چې په دې بهیر کې چې د شنه میراث په نوم یادیږي برخه واخلي.د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تخنیکي مرستیال زین العابدین عابد وویل چې پلان چمتو شوی او د کابینې له تصویب وروسته به د دوی د مشر دفتر ته واستول شي او دا پلان به د ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې ترسره شي.په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزي او ښکلا څانګې مشر عبدالوکیل متوکل وايي چې د افغانان باید په فعاله توګه پدې کې برخه واخلي او د ونو د کښینولو کلتور ته وده ورکړي.په افغانستان کې د ونو د کښینولو بهیر د کب یا حوت په نیمایي کې پیل کیږي او هر کال د دولتي ادارو او خلکو لخوا د یو مهم کمپاین په توګه ترسره کیږي.