د امریکا نوې پریکړې ته د یمن غبرګون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41439-د_امریکا_نوې_پریکړې_ته_د_یمن_غبرګون
د یمن د سترې سیاسي شورا غړي محمد علي حوثي د امریکا د نوې پریکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي د دغه هیواد نوم د بندیزونو په لیست کې شاملوي د امریکا دا پریکړه د دوی لپاره هیڅ مشروعیت نلري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 16, 1403 14:04 Asia/Kabul
  • د امریکا نوې پریکړې ته د یمن غبرګون

د یمن د سترې سیاسي شورا غړي محمد علي حوثي د امریکا د نوې پریکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي د دغه هیواد نوم د بندیزونو په لیست کې شاملوي د امریکا دا پریکړه د دوی لپاره هیڅ مشروعیت نلري.

هغه ویلي دي چې اصلي ترهګر امریکا ده چې غزې ته د بشري مرستو او د سولې تړونونو د ننوتلو مخه نیسي.پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د یمن انصارالله غورځنګ د دې هیواد له نظره یوه ترهګره ډله ګڼل کیږي.دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې دا غورځنګ د صهیونیستي رژیم له خوا په غزه د برید وروسته د فلسطیني خلکو تر څنګ ولاړ و او د دوی په دفاع کې یې پر صهیونیستي او امریکایي کښتیو راکټي بریدونه وکړل.د انصارالله غورځنګ اعلان کړی تر هغه چې د غزې پر وړاندې د اشغالګرو یرغل دوام ولري؛ د دوی بریدونه به د دې رژیم او د هغه د ملاتړو په وړاندې هم دوام ولري.