د قوش تېپې کانال په تړاو د چارواکو ناسته
حوت 15, 1403 14:17 Asia/Kabul
د کرنې وزارت سرپرست عطاالله عمر ویلي چې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې د ځمکو د سمې کارونې په پلان بحث وشو
نوموړي زیاته کړه چې د قوش تېپې کانال پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې له بشپړېدو سره یې د دې کانال شاوخوا ځمکو کې د کښت او کرنۍ لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي ديد کرنې وزارت سرپرست ویلي چې دغه کانال کې د اوبو بهیدو ته په پام دا سیمه د صنعتي مرکزونو ، د کرنۍ او مالدارۍ په برخو کې مهم رول لوبولی شيویل کېږي چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکو کارول پنځه برخې او همدارنګه یو نوي موارد لريپه دې پلان کې د صنعتي ټولګو جوړول، د ځمکې بیارغونه، دوامداره مدیریت، د کانال ساتنه او پالنه، د تولید شویو محصولاتو سره د بازار نښلول، او د پانګوالو لپاره اسانتیاوې برابرول شامل دي.