د انګلیس ادعاوو ته د ایران غبرګون
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د بریتانیا د ملي امنیت د ګواښلو لپاره د ایران د هڅې په تړاو د بریتانیايي چارواکو لخوا د دغه هیواد پر وړاندې شوې ادعاوې بې بنسټه بللي دي
نوموړي ویلي دي چې دا پالیسي د ایران او لویدیځې آسیا په وړاندې د رغنده چلند لامل نه کیږي.ښاغلي بقايي وويل چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوالو قوانينو اصولو څخه د ایران پیروي په ځانګړې توګه د متقابل درناوي او د هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې اصول، ډېر څرګند دي.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د برتانوي چارواکو ادعاوې نه یوازې بې اساسه او دروغ دي، بلکې دا هیواد هڅه کوي چې خپل هغه اقدامات هم پټ کړي چې تل د ایران پر ضد دي او د ایران ضد ترهګرو عناصرو ملاتړ کوي.دې ادارې ویلي دي چې د داسې چلند پر ځای برتانوي چارواکي باید هڅه وکړي د ایران ضد فعالیتونه او د ایران پر ضد د ترهګرو ډلو ملاتړ بند کړي