-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
ثور 25, 1404 13:51د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغان تیاتر د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ایران د همکارۍ ژمنه
ثور 25, 1404 12:37په افغانستان کې د تیاتر هنر یو له پخوانیو ننداره ییزو هنرونو څخه دی، چې له سلو کلونو څخه زیات وخت راهیسې د خلکو پام ځانته را اړولی دی. اوس په کابل کې د ایران سفارت وايي چې په دې برخه کې د ظرفیت لوړولو لپاره له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
-
د ټرمپ ادعاوو ته د ایران د ولسمشر غبرګون
ثور 25, 1404 12:36د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې هغه د ایران د خلکو یا د هغوی د ځواک په اړه هیڅ معلومات نلري.
-
روسیي ته د ملا عبدالغني برادر سفر
ثور 25, 1404 12:33د سرپرست حکومت یو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د روسیې د تاتارستات جمهوریت ته ورسېد، تر څو په کازان کې د شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي
-
د سلفیت عملیاتو په اړه غبرګونونه
ثور 25, 1404 10:46د فلسطین د مقاومت کمیټو د لویدیځې غاړې په لویدیځ سلفیت کې د ډزو عملیاتو په اړه غبرګون ښودلی دی، چې په پایله کې یې یو صهیونیست ووژل شو او بل ټپي شو.
-
د صهیونیستانو پر جنایتونو د هسپانیا دلومړي وزیر ټینګار
ثور 25, 1404 10:45د هسپانیې لومړي وزیر د دغه هیواد د پارلمان په غونډه کې صهیونیست رژیم یو نسل وژونکی رژیم وباله او ویې ویل چې هیواد یې باید له داسې یوې مجرمې ډلې سره سوداګریزې اړیکې ونه لري.
-
د ایران په سیالو کې د افغان جودو کارانو ګډون
ثور 25, 1404 10:43د افغانستان د جودو ټیم چې اته لوبغاړي یې درلودل د ایران په ایلام ولایت کې د سولې او دوستۍ د جام په لومړي پړاو کې ګډون وکړ.
-
د افغانستان په اړه د ټولیز امنیتي تړون د سازمان ناسته
ثور 25, 1404 10:42د ټولیز امنیتي تړون د سازمان د وزیرانو شورا د افغانستان په اړه د خپلې کاري ډلې یوڅلوېښتمه غونډه وکړه.
-
له پاکستان څخه د ۱.۳ میلیون افغانانو ایستل
ثور 25, 1404 10:40د پاکستان د کډوالو ملي کمیسیون په یوه راپور کې ویلي چې د شړلو د لړۍ له پیل راهیسې له یو اعشاریه در ویشت ملیون څخه ډیر افغان کډوال له هیواد څخه ایستل شوي دي.
-
په کانونو کې د افغانستان او ایران همکاري
ثور 25, 1404 10:38د ایران د خراسان ولایت والي غلام حسین مظفري وايي چې له افغانستان څخه د قیمتي ډبرو او منرالونو د استخراج او چڼ لپاره پلانونه جوړ شوي دي.