د صهیونیستانو پر جنایتونو د هسپانیا دلومړي وزیر ټینګار
ثور 25, 1404 10:45 Asia/Kabul
د هسپانیې لومړي وزیر د دغه هیواد د پارلمان په غونډه کې صهیونیست رژیم یو نسل وژونکی رژیم وباله او ویې ویل چې هیواد یې باید له داسې یوې مجرمې ډلې سره سوداګریزې اړیکې ونه لري.
هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په غزه کې د صهیونیستانو د ډله ییزې وژنې د بندولو لپاره غوڅ دریځ غوره کړي.دا په داسې حال کې ده چې د هالنډ د پلازمېنې ښاروال هم ټینګار کړی و چې اروپا باید د فلسطیني خلکو ملاتړ وکړي.هغه ټینګار وکړ چې د داسې جرمونو په وړاندې باید چوپتیا غوره نه شي او په غزه کې د صهیونیستي رژیم نسل وژنه باید د اروپایي هیوادونو پام ته را واړول شي.په تېر کال کې د هغو اروپايي هېوادونو شمېر چې د صهیونیستي رژیم مخالفت یې کړی او د فلسطین د خلکو ملاتړ یې کړی، زیات شوی دی.