د ایران په سیالو کې د افغان جودو کارانو ګډون
ثور 25, 1404 10:43 Asia/Kabul
د افغانستان د جودو ټیم چې اته لوبغاړي یې درلودل د ایران په ایلام ولایت کې د سولې او دوستۍ د جام په لومړي پړاو کې ګډون وکړ.
دا سیالۍ د غويي په څلور ویشتمه پیل او د دې میاشتې تر شپږوشتمه پورې به د اتو هیوادونو د جوډوکارو لوبغاړو په ګډون سره دوام ولري.د افغانستان له خوا قدرت الله قورباني، فواد صدیقي، سید احمد مسلم، بنیامین تاجک، سمیع الله امیني، میرزا رحیمي، محمد تاجک او محمد حسین په دغو سیالیو کې برخه اخلي.د افغانستان د رزمي هنرونو فدراسیون چارواکي دا سیالۍ د افغان لوبغاړو د وړتیا لوړولو لپاره یو مهم ګام ګڼي.