له پاکستان څخه د ۱.۳ میلیون افغانانو ایستل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43265-له_پاکستان_څخه_د_۱.۳_میلیون_افغانانو_ایستل
د پاکستان د کډوالو ملي کمیسیون په یوه راپور کې ویلي چې د شړلو د لړۍ له پیل راهیسې له یو اعشاریه در ویشت ملیون څخه ډیر افغان کډوال له هیواد څخه ایستل شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 25, 1404 10:40 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه د ۱.۳ میلیون افغانانو ایستل

د پاکستان د کډوالو ملي کمیسیون په یوه راپور کې ویلي چې د شړلو د لړۍ له پیل راهیسې له یو اعشاریه در ویشت ملیون څخه ډیر افغان کډوال له هیواد څخه ایستل شوي دي.

دا مهال په پاکستان کې درې میلیونه افغانان ژوند کوي، چې یاد هېواد پلان لري چې ټول بیرته افغانستان ته واستوي.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري مخکې ویلي وو چې ټول هغه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره راجستر شوي دي د جون تر میاشتې پورې باید له پاکستان څخه ووځي.همهاله د پاکستان پر دغو ګامونو د سرپرست حکومت سربیره د کډوالو د ملاتړ ډلو له خوا سختې نیوکې شوې دي.