په کانونو کې د افغانستان او ایران همکاري
ثور 25, 1404 10:38 Asia/Kabul
د ایران د خراسان ولایت والي غلام حسین مظفري وايي چې له افغانستان څخه د قیمتي ډبرو او منرالونو د استخراج او چڼ لپاره پلانونه جوړ شوي دي.
هغه وویل چې دوی د اسلام قلعه-دغارون په آزاده سیمه کې یو ځانګړی اقتصادي او د کان کیندنې زون جوړوي.د ایران د خراسان ولایت والي ویلي دي چې دا هیواد د قیمتي ډبرو د چڼ او پروسس په برخه کې د پراخې تجربې سره، د افغان سوداګرو په همکارۍ کولی شي دا صنعت په نړیواله کچه ترویج کړي چې دا همکاري به دواړو خواوو ته ګټه ورسوي.هغه دا هم ویلي چې یوازې تیر کال، افغانستان ته د ایران صادرات له دوه ملیارد ډالرو څخه ډیر وو، چې دا یو ډیر د پام وړ وده ده.