-
د روسیې په ختیځ کې زورور ځمکرېږد
اسد 08, 1404 13:56د روسیې ختیځ ساحل ته نږدې د ریښتر په کچه اته اعشاریه اووه درجې زورور زلزله شوې ده.
-
پنځه میلیونه افغانان د اقلیم بدلون څخه اغیزمن شوي دي
اسد 08, 1404 13:54د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې سیلابونو او د اقلیم بدلون په ټول افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه افغانان اغیزمن کړي دي، چې د خلکو لپاره یې د پام وړ اقتصادي ستونزې رامینځته کړې دي.
-
قاچاقبرو سره د تاجیکستان سرحدي ځواکونو شخړه
اسد 08, 1404 13:54د تاجکستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې سږ کال د سرحدي ساتونکو او قاچاق وړونکو ترمنځ چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي، له دولسو څخه زیاتې نښتې شوي دي.
-
تاجیکستاني لوړپوو چارواکو سره د عراقچي لیدنه
اسد 08, 1404 13:53د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته لاړ ترڅو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
-
سوئیس څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرېکړې
اسد 08, 1404 13:52په سویس کې یو شمیر سیاستوالو او د پارلمان غړو سرپرست حکومت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خبرو اترو غوښتنه کړې.
-
ملګرو ملتونو باندې د ذبیح الله مجاهد ټینګه نیوکه
اسد 08, 1404 13:51د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ملګرو ملتونو خپل موثریت له لاسه ورکړی او نور اړینه خپلواکي نه لري او د لویدیځو هیوادونو تر اغیز لاندې فعالیت کوي. مجاهد ویلي دي چې که دا اداره خپلواکه وای، نو د افغانستان څوکۍ باید داسې چا ته نه وای ورکړل شوې چې د هیچا استازیتوب نه کوي.
-
د سوریې په سویل د صهیونیستانو برید
اسد 08, 1404 13:50د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د سویدا په ولایت کې د سوریې د موقت حکومت دفاع وزارت سره متحد ځواکونه د صهیونیستي بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي دي.
-
«بنگوروین»هوايي ډګر باندې د یمن توغندیز عملیات
اسد 08, 1404 13:49د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند خبر ورکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر د یاد هیواد د وسله والو ځواکونو لخوا په نښه شوی دی.
-
د اروپا لخوا پر صهیونیستانو د فشار غوښتنه
اسد 08, 1404 12:36د اروپايي پارلمان څلوېښتو غړو له اروپايي ټولنې څخه وغوښتل چې پر صهیونیستي رژیم بندیزونه ولګوي او له هغوی سره سوداګریز تړونونه وځنډوي ترڅو په غزه کې د دوی د جرمونو مخه ونیول شي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 07, 1404 14:49د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه