د خبر برخه
  • غزه کې تېره یوه شپه او ورځ کې د ۸۸ فلسطینیانو شهادت

    غزه کې تېره یوه شپه او ورځ کې د ۸۸ فلسطینیانو شهادت

    اسد 07, 1404 12:39

    د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام کې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په سیمه کې اته اتیا فلسطینیان شهیدان شوي دي. له بلې خوا په غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په تړانګه کې باید ټولې لارې پرانیستل شي ترڅو غزې ته ډیرې مرستې ورسول شي.

  • بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر پیل

    بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر پیل

    اسد 07, 1404 12:37

    د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بهرنیو هیوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو بهیر د پیل اعلان وکړ او دا یې د بیکارۍ د کمولو په لور یو اغیزمن ګام وباله. قطر ته د څوارلسو تخصصي سکتورونو کې د لیږلو لپاره د کارګرانو د راجستر کولو پروسه نن پیل شوه.

  • د دولتي شرکتونو ریاست د حساب ورکونې کلنۍ ناسته

    د دولتي شرکتونو ریاست د حساب ورکونې کلنۍ ناسته

    اسد 07, 1404 12:36

    د دولتي تصدیو ریاست چارواکو په کابل کې د دې ادارې د کلني راپور ورکولو په غونډه کې وویل چې د هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ له یو میلیون جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي شرکتونو ته ځانګړې شوې ده.

  • افغانستان کې د اقلیمي بدلون ننګونې

    افغانستان کې د اقلیمي بدلون ننګونې

    اسد 07, 1404 12:34

    د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر وویل چې که څه هم افغانستان د غازو په تولید کې ونډه نه لري، خو د اقلیم د بدلون قرباني دی. د سرپرست حکومت دغه چارواکي د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس په درشل کې وویل چې افغانستان باید په رسمي ډول په دې نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

  • د امریکايي چارواکو ګواښونو ته د عراقچي غبرګون

    د امریکايي چارواکو ګواښونو ته د عراقچي غبرګون

    اسد 07, 1404 12:33

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه پیغام کې د امریکایي چارواکو ګواښونو ته ځواب ورکړ او ټینګار یې وکړ چې که د ایران پر وړاندې یرغل تکرار شي، موږ به ډیر قاطع ځواب ورکړو.

  • چین کې د سیلابونو له امله د ۳۰ کسانو وژل کیدل

    چین کې د سیلابونو له امله د ۳۰ کسانو وژل کیدل

    اسد 07, 1404 12:32

    په چین کې سختو بارانونو دغه په پلازمېنه کې لږترلږه دیرش کسان وژلي او زرګونه یې بې کوره کړي دي.

  • د امریکا منهتن کې د ډزو پر مهال د ۵ کسانو وژل کیدل

    د امریکا منهتن کې د ډزو پر مهال د ۵ کسانو وژل کیدل

    اسد 07, 1404 12:32

    د نیویارک په منهتن کې د بلک‌استون ودانۍ کې ډزو د پولیسو یو افسر په ګډون پنځه کسان ووژل.

  • شپږیزه ۲۰ اووریزه کرکټ سیالۍ

    شپږیزه ۲۰ اووریزه کرکټ سیالۍ

    اسد 07, 1404 12:31

    د شپږیزه شل اوریزو سیالیو په روانه لړۍ کې د شرف الدین اشرف په مشرۍ د آمو لوبډلې د بست لوبډلې ته د اووه اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالۍ وروستۍ لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

  • د افغانستان فوټسال غوره لیګ اوولسمه اونۍ

    د افغانستان فوټسال غوره لیګ اوولسمه اونۍ

    اسد 07, 1404 12:29

    د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د اوولسمې اونۍ په یوه خورا مهمه لوبه کې د هرات ایف سي لوبډلې امید ایف سي لوبډلې ته د دوه پر درې نمرو سره ماتې ورکړه.