قاچاقبرو سره د تاجیکستان سرحدي ځواکونو شخړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44706-قاچاقبرو_سره_د_تاجیکستان_سرحدي_ځواکونو_شخړه
د تاجکستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې سږ کال د سرحدي ساتونکو او قاچاق وړونکو ترمنځ چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي، له دولسو څخه زیاتې نښتې شوي دي.
(last modified 2025-07-30T09:24:54+00:00 )
اسد 08, 1404 13:54 Asia/Kabul
  • قاچاقبرو سره د تاجیکستان سرحدي ځواکونو شخړه

د تاجکستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې سږ کال د سرحدي ساتونکو او قاچاق وړونکو ترمنځ چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي، له دولسو څخه زیاتې نښتې شوي دي.

دغه ادارې وویل چې افغانستان سره د یاد هیواد د سویلي پولې په اوږدو کې امنیتي اندیښنې د تیرو څلورو کلونو راهیسې یوه نا حل شوې مسله ده.د تاجیکستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې وویل چې ډیری نښتې د افغانستان د بدخشان ولایت او د غرني بدخشان ولایت په سرحدي سیمو کې شوي دي.ویل کیږي چې قاچاق وړونکي په درنو وسلو او پرمختللو تجهیزاتو سمبال وو.تاجیک چارواکي وايي چې د افغانستان-تاجیک سرحدي لارې د مخدره توکو د قاچاق یو له اصلي لارو څخه دی، په ځانګړې توګه د تریاکو او هیرویینو.افغانستان او تاجکستان یو زر او درې سوه کیلومتره ګډه پوله لري.