د روسیې په ختیځ کې زورور ځمکرېږد
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44708-د_روسیې_په_ختیځ_کې_زورور_ځمکرېږد
د روسیې ختیځ ساحل ته نږدې د ریښتر په کچه اته اعشاریه اووه درجې زورور زلزله شوې ده.
(last modified 2025-07-30T09:26:31+00:00 )
اسد 08, 1404 13:56 Asia/Kabul
  • د روسیې په ختیځ کې زورور ځمکرېږد

د روسیې ختیځ ساحل ته نږدې د ریښتر په کچه اته اعشاریه اووه درجې زورور زلزله شوې ده.

دغه ځمکرېږد په کام چات کا ټاپووزمه کې تر څلورو مترو پورې لوړه سونامي رامینځته کړی، چې زیانونه یې اړولي دي.د روسیې خبري اژانس ټاس ویلي چې زلزله د سمندر په تل کې نولس کیلومتره ژوروالي کې وشوه او وروسته دېرش نور ټکانونه هم راغلي دي.د پیښې وروسته سیمه ایزو چارواکو د سیمې د خالي کولو غوښتنه کړې ده. ویل کیږي چې دا سیمه له دوه زره اووه سوه څخه ډیر نفوس لري.زلزله په داسې حال کې وشوه چې د فیلیپین، اندونیزیا او جاپان په څیر هیوادونو لپاره د سونامي یا طوفان خبرداری هم ورکړل شوی دی.ځایی چارواکو تر اوسه د پیښې له امله د زیان یا احتمالي مرګ ژوبلې د کچې په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړي.