«بن‎گوروین»هوايي ډګر باندې د یمن توغندیز عملیات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44701-بن_گوروین_هوايي_ډګر_باندې_د_یمن_توغندیز_عملیات
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند خبر ورکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر د یاد هیواد د وسله والو ځواکونو لخوا په نښه شوی دی.
(last modified 2025-07-30T09:20:16+00:00 )
اسد 08, 1404 13:49 Asia/Kabul
  • «بن‎گوروین»هوايي ډګر باندې د یمن توغندیز عملیات

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند خبر ورکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر د یاد هیواد د وسله والو ځواکونو لخوا په نښه شوی دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند "یحیی سریع" په یوه بیان کې وویل چې د یمن وسله والو ځواکونو په اشغال شوي یافا سیمه کې د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه کولو لپاره کره پوځي عملیات ترسره کړل.هغه زیاته کړه: دا عملیات د "فلسطین دوه" سوپرسونیک بالستیک توغندی سره ترسره شول.د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل چې د دې عملیاتو موخه د خدای په فضل سره په بریالیتوب سره ترلاسه شو، او د دې لامل شو چې په میلیونونو غاصب صهیونیسټان پناه ځایونو ته وتښتي او د هوایی ډګر الوتنې عملیات وځنډول شي.هغه وویل چې د غزې مظلوم خلک یوازې او پرته له ملاتړ څخه د محاصرې او تیري سره مخ دي، همدارنګه ټینګار یې وکړ چې د یمن وسله وال ځواکونه به د فلسطین د مظلومو او وږو خلکو او د دوی د دوامداره مقاومت په ملاتړ خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.