-
تهران کې لاریجاني سره د عمار حکیم لیدنه
سنبله 15, 1404 13:51د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر نن د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي سره وکتل او د ایران او عراق ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، او د بغداد-تهران د امنیتي تړون په اړه یې خبرې وکړې.
-
د برېښنا انرژۍ برخه کې د پانګونې او ملاتړ کنفرانس
سنبله 15, 1404 13:51په کابل کې د پانګونې د جلبولو او د افغانستان د انرژۍ سکتور د ملاتړ په اړه یوه غونډه جوړه شوه.
-
هند ته د امیرخان متقي د سفر لغوه کیدل
سنبله 15, 1404 13:49د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې لخوا د هغه د معافیت ردولو وروسته هند ته خپل سفر لغوه کړ.
-
زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو ننګونه
سنبله 15, 1404 13:48د کنړ ولایت او د افغانستان په څو ختیځو ولایتونو کې تر پرله پسې ځمکرېږد وروسته د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی دی ویل کیږي چې د لارو نشتون له امله دغه سیمو ته رسیدنه سخته کړې ده
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 13, 1404 12:45د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان لومړۍ درجې کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ
سنبله 13, 1404 12:44د افغانستان د لومړۍ درجې یو ورځنیو کرکټ سیالیو د اتم پړاو په څوارلسمه لوبه کې د څلورم مقام لرونکي سپین غر لوبډلې وکولای شول چې د شپږو ویکټو په ژغورلو سره میس عینک ته ماتې ورکړي.
-
د آسیا ملتونو فوټبال جام مقدماتي پړاو
سنبله 13, 1404 12:43د افغانستان د درویشت کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د فوټبال جام د غوراوي په لومړۍ لوبه کې د جاپان د پیاوړو ټیم په وړاندې درې پر صفر ماتې وخوړه.
-
د داعش لخوا د کوېټې مرګوني برید پړ منل
سنبله 13, 1404 12:42داعش-خراسان ترهګرې ډلې د پاکستان په کوټه ښار کې د بلوچستان ملي ګوند په غونډه کې د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
-
چین څخه له راستنیدو وروسته د ایران د ولسمشر څرګندونې
سنبله 13, 1404 12:41د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له چین څخه تر راستنیدو وروسته وویل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو سره لیدنې او خبرو اترو د دې هیوادونو سره د هوکړې، خواخوږۍ او همکارۍ لپاره یو اساس رامینځته کړی دی.
-
د افغانستان اړوند د پاکستان او چین سیاست څخه د روسیې ملاتړ
سنبله 13, 1404 12:39د افغانستان لپاره د روسیې استازي وویل چې هیواد یې د افغانستان په اړه د پاکستان او چین د پالیسۍ او د امنیتي ګواښونو په اړه د دوی اندیښنو ملاتړ کوي.