د افغانستان لومړۍ درجې کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45755-د_افغانستان_لومړۍ_درجې_کرکټ_یو_ورځنۍ_سیالۍ
د افغانستان د لومړۍ درجې یو ورځنیو کرکټ سیالیو د اتم پړاو په څوارلسمه لوبه کې د څلورم مقام لرونکي سپین غر لوبډلې وکولای شول چې د شپږو ویکټو په ژغورلو سره میس عینک ته ماتې ورکړي.
(last modified 2025-09-04T08:15:29+00:00 )
سنبله 13, 1404 12:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان لومړۍ درجې کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ

د افغانستان د لومړۍ درجې یو ورځنیو کرکټ سیالیو د اتم پړاو په څوارلسمه لوبه کې د څلورم مقام لرونکي سپین غر لوبډلې وکولای شول چې د شپږو ویکټو په ژغورلو سره میس عینک ته ماتې ورکړي.

دا په دې فصل کې د سپین غر لوبډلې دریمه بریا وه، چې د لوبډلې د نمرو شمېر یې شپږو ته ورساوه.په لومړۍ پاڼۍ کې میس عینک لوبډلې توپ وهنه پیل کړه؛ خو په اووه څلوېښت اوورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او دوی ونشو کولی چې له دوه سوه لس څخه زیاتې منډې جوړې کړي.په دویمه پاڼۍ کې سپین غر لوبډلې په نهه دیرش اوور کې هدف ترلاسه کړ، څلور ویکټې یې له لاسه ورکړې او لوبه یې د دوه سوه څوارلس منډو په جوړولو سره وګټله.