د داعش لخوا د کوېټې مرګوني برید پړ منل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45753-د_داعش_لخوا_د_کوېټې_مرګوني_برید_پړ_منل
داعش-خراسان ترهګرې ډلې د پاکستان په کوټه ښار کې د بلوچستان ملي ګوند په غونډه کې د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
(last modified 2025-09-04T08:13:16+00:00 )
سنبله 13, 1404 12:42 Asia/Kabul
  • د داعش لخوا د کوېټې مرګوني برید پړ منل

داعش-خراسان ترهګرې ډلې د پاکستان په کوټه ښار کې د بلوچستان ملي ګوند په غونډه کې د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د دې ډلې خبري اژانس اعماق د ځانمرګي بریدګر انځور خپور کړاو هغه یې د علي المهاجر په نوم معرفي کړی دی. رسنیو ویلي چې دا ګوند د ملتپالنې او ډیموکراسۍ په اړه د باور له امله په نښه شوی دی.پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو چې په کوټه کې د بلوچستان ملي ګوند په غونډه کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان دي. چارواکو ویلي چې د ولایتي شورا یو پخوانی غړی او یو امنیتي افسر په قربانیانو کې شامل دي.