هند ته د امیرخان متقي د سفر لغوه کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45797-هند_ته_د_امیرخان_متقي_د_سفر_لغوه_کیدل
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې لخوا د هغه د معافیت ردولو وروسته هند ته خپل سفر لغوه کړ.
(last modified 2025-09-06T09:20:56+00:00 )
سنبله 15, 1404 13:49 Asia/Kabul
  • هند ته د امیرخان متقي د سفر لغوه کیدل

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې لخوا د هغه د معافیت ردولو وروسته هند ته خپل سفر لغوه کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال وویل: "هند د افغانانو د هیلو او پرمختیایي اړتیاوو ملاتړ کوي او افغان چارواکو سره په تماس کې دی."په همدې حال کې هغه تایید کړه چې هند ته د متقي سفر د پورته ذکر شوي دلیل له امله لغوه شو.دا سفر هند ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر ووتر دې مخکې پاکستان ته هم د امیر خان متقي سفر لغوه شوی و. د ملګروملتونو د عمومي بندیزونو لیست کې د سرپرست حکومت د ځینو غړو نومونه شامل دي چې له دې ډلې ځینې مړه او ځینې یې اوسنۍ اداره کې مهمې دندې لري.