-
افغانستان د ایران پنځم لوی صادراتي هدف
حمل 17, 1404 14:28ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران تېرو یوولسو میاشتو کې افغانستان ته دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره غیرنفتي توکي صادر کړي دي. په همدې حال کې، د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ایران سره د نولس میلیون ډالرو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړی دی.
-
کابل له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو سره په همکارۍ ټینګار وکړ
حمل 17, 1404 14:22د سرپرست حکومت چارواکو په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستانه شویو کورنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. په همدې حال کې، د ننګرهار والي دفتر راپور ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې درې سوه شپاړس کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې دي
-
د افغان 19 کلن کرکټ ټیم نیپال ته ماتې ورکړه
حمل 17, 1404 14:10د افغانستان او نیپال د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو په لړۍ کې دویمه لوبه نن یکشنبه ترسره شوه
-
په امریکا او اروپا کې د ټرمپ پر ضد پراخ لاریونونه
حمل 17, 1404 14:07سلګونه زره کسانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک د پالیسیو او کړنو په ضد په ټوله امریکا کې سړکونو ته راووتل
-
ایران د امریکا د ولسمشر لیک ته ځواب ورکړی
حمل 17, 1404 14:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا ولسمشر ته د ایران ځواب د هغه د لیک له محتوا او لهجې سره متناسب ورکړل شوی او په عین حال کې د دیپلوماسۍ د کارولو فرصت هم ساتل شوی دی
-
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
حمل 17, 1404 14:04د سرپرست حکومت او ترکمنستان چارواکو هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د دې پروژې د چټکتیا په اړه خبرې اترې کړي
-
امریکا ته د بګرام اډې د سپارلو ادعا رد شوه
حمل 17, 1404 14:02سرپرست حکومت د پاکستاني رسنیو لخوا امریکا ته د بګرام اډې د سپارلو په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 16, 1404 13:05د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
په ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه مېله
حمل 16, 1404 13:00په ننګرهار ولايت کې د نارنج ګل دوديزه ميله او مشاعره ترسره شوه. د دغه ولايت د اطلاعات او کلتور رياست مسوولين وايي په دغه مشاعره کې د بيلابيلو ولايتو د شاعرانو ، ليکوالانو د شعر او ادب مينوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا نومو وتو او ټولمنلي شاعرانو هم ګډون کړي
-
د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پیل
حمل 16, 1404 12:58د نړیوالو غوښتنو سره سره، د جمعې له ورځې څخه د پاکستان له خوا د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ایستل بیا پیل شوي