امریکا ته د بګرام اډې د سپارلو ادعا رد شوه
حمل 17, 1404 14:02 Asia/Kabul
سرپرست حکومت د پاکستاني رسنیو لخوا امریکا ته د بګرام اډې د سپارلو په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې په دې اړه مطرح شوې ادعاوې بې بنسټه دي او په دې اړه هیڅ ثبوت یا سند شتون نلري.دا غبرګون په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د پاکستان د پوځ اړوند رسنیو امریکایي ځواکونو ته د بګرام اډې د احتمالي ورکړې را پورونه ورکړل.خو سرپرست حکومت ویلي چې دا اډه لا هم د دوی تر کنټرول لاندې ده او په دې وضعیت کې به هیڅ ډول بدلون رانشي.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل غندلي او د بګرام اډې پرېښودل یې په افغانستان کې د امریکا ماتې بللې وه.