د افغان 19 کلن کرکټ ټیم نیپال ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42329-د_افغان_19_کلن_کرکټ_ټیم_نیپال_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان او نیپال د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو په لړۍ کې دویمه لوبه نن یکشنبه ترسره شوه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 17, 1404 14:10 Asia/Kabul
  • د افغان 19  کلن کرکټ ټیم  نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان او نیپال د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو په لړۍ کې دویمه لوبه نن یکشنبه ترسره شوه

افغانستان په دې لوبه کې د نیپال پر وړاندې د یوې منډې په توپیر بریا خپله کړه.په دې لوبه کې د افغانستان لوبډلې په پنځوس اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره یوسلو اته شپیته منډې جوړې کړې.د نیپال لوبډلې په نهه څلوېښت اوورونو کې یوسلو اوه شپیته منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او هدف ته ونه رسېدل.دا د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې له نیپال څخه پرلپسې دویمه بریا وه او په دې سره افغانستان د دوه اړخیزو لوبو د لړۍ ګټونکی شو.د دې لړۍ درېیمه لوبه به د حمل په شلمه نېټه ترسره شي.افغانستان به د دې درېیو لوبو وروسته د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته د لارموندنې په لوبو کې برخه واخلي.د افغانستان لوبډله به د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې د عمان، هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال لوبډلو سره مخامخ شي.