افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
د سرپرست حکومت او ترکمنستان چارواکو هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د دې پروژې د چټکتیا په اړه خبرې اترې کړي
د هرات والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري، د هرات والي اسلام جار، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مهاجر فراهي او د ترکمنستان یو لوړپوړي پلاوي سره یوځای په افغانستان کې د ټاپي پروژې له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.د دې لیدنې پر مهال، دواړو خواوو د دې لویې پروژې د اجرا د چټکتیا په اړه سلا مشورې وکړې او پر وخت یې د بشپړولو پر اهمیت یې ټینګارکړی.د هرات والي دفتر په وینا، تر اوسه په افغانستان کې د تاپي د ګازو نللیکه یوولس کیلومتره بشپړ شوي دي.د ترکمنستان پلاوي تېر یو کال کې څو ځله کابل او هرات ته سفرونه کړي او د پروژې د اجرا د چټکتیا او په افغانستان کې د موجودو ننګونو او خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.