پشتو
  • په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د متقي اندېښنه

    په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د متقي اندېښنه

    حمل 28, 1404 12:30

    امیر خان متقي د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې په اوومه غونډه کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د باور په فضا کې حل شي. دا غونډه په کابل کې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په شتون کې جوړه شوې وه

  • د فلسطین د ملت د حقونو پر ملاتړ د حماس غورځنګ ټینګار

    د فلسطین د ملت د حقونو پر ملاتړ د حماس غورځنګ ټینګار

    حمل 28, 1404 12:26

    د حماس غورځنګ وايي چې د دوی او صهیونیستي رژیم ترمنځ په خبرو اترو کې هیڅ ډول شخصي امتیازات نه دي ورکړل شوي، او دوی هڅه کړې چې د فلسطیني ملت کړاو کم کړي. په ورته وخت کې؛ نن سهار په غزه کې د کډوالو په خیمو د صهیونستي رژيم په برید لږترلږه درویشت کسان شهیدان شول.

  • په تهران کې د عراقچي او ګروسي لیدنه

    په تهران کې د عراقچي او ګروسي لیدنه

    حمل 28, 1404 12:12

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي سره په کتنه کې ویلي چې دغه اداره باید د ایران د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د ګواښونو په وړاندې روښانه دریځ غوره کړي.

  • د اماراتو پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا

    د اماراتو پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا

    حمل 28, 1404 12:09

    د افغانستان نوولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې پرون په یوه په زړه پورې لوبه کې عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه

  • په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل

    په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل

    حمل 28, 1404 12:08

    د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په څو ولایتونو کې د درنو بارانونو، سیلابونو او سیندیزو حوزو د لوړېدو راپور ورکړی دی

  • په چمن سیمه کې  احتجاجي غونډې

    په چمن سیمه کې احتجاجي غونډې

    حمل 28, 1404 12:07

    د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا ملتپالو ګوندونو لوی لاریونونه کړي دي، او د پاکستان حکومت پالیسۍ یې ظالمانه او د سیاسي او ټولنیز عدالت نشتوالی بللی دی

  • د یمن په خاوره د امریکا دوامداره بریدونه

    د یمن په خاوره د امریکا دوامداره بریدونه

    حمل 28, 1404 12:06

    د یمن رسنیو د هیواد په شمال، مرکز او لویدیځ کې د امریکایي جنګي الوتکو د پرله پسې بریدونو راپور ورکړی دی

  • ایران ته د سعودي عربستان دفاع وزیر سفر

    ایران ته د سعودي عربستان دفاع وزیر سفر

    حمل 28, 1404 12:04

    د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد.

  • روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر

    روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر

    حمل 28, 1404 12:02

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته له رسیدو سره سم، د دې سفر موخې تشریح کړې او ویې ویل چې په لومړي ګام کې به د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر لخوا یو لیکلی پیغام د روسیې ولسمشر ته ورکړل شي.