په چمن سیمه کې احتجاجي غونډې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42610-په_چمن_سیمه_کې_احتجاجي_غونډې
د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا ملتپالو ګوندونو لوی لاریونونه کړي دي، او د پاکستان حکومت پالیسۍ یې ظالمانه او د سیاسي او ټولنیز عدالت نشتوالی بللی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 28, 1404 12:07 Asia/Kabul
  • په چمن سیمه کې  احتجاجي غونډې

د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا ملتپالو ګوندونو لوی لاریونونه کړي دي، او د پاکستان حکومت پالیسۍ یې ظالمانه او د سیاسي او ټولنیز عدالت نشتوالی بللی دی

هغه لاریون کوونکي چې په چمن سیمه کې یې دا غونډې جوړې کړې وې؛ ویلي چې د پښتنو او بلوڅانو حقونه له منځه وړل شوي او له خپلې پانګې څخه محروم شوي دي.د بلوچستان د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په لاریون کې په خپله وینا کې وویل؛ که چیرې د دوی حقونه ورنکړل شي؛ دوی به نور د مرکزي حکومت اطاعت ونه کړي.د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي مجید کاکړ هم ټینګار وکړ چې موږ باید یو ملي پاڅون وکړو او د خپلو حقونو څخه دفاع وکړو.