په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42611-په_څو_ولایتونو_کې_د_سختو_بارانونو_اټکل
د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په څو ولایتونو کې د درنو بارانونو، سیلابونو او سیندیزو حوزو د لوړېدو راپور ورکړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 28, 1404 12:08 Asia/Kabul
  • په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په څو ولایتونو کې د درنو بارانونو، سیلابونو او سیندیزو حوزو د لوړېدو راپور ورکړی دی

ویل کیږي چې دا طبیعي پیښې نن پیل شوې او د راتلونکې اونۍ تر پیل پورې به دوام وکړي.لږ تر لږه شپاړلس ولایتونه به د سختو موسمي بارانونو شاهد وي.ویل کېږي چې د غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، غوربند، پنجشېر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، تخار، کندوز او بدخشان ولایتونو په سیندیزو حوزو کې د سېلابونو راتلو او د اوبو کچې لوړېدو اټکل هم شوی دی.د سیلابونو د کنټرول لپاره د مهمو زیربناوو د نشتوالي له امله، افغانستان هر کال له دې سیمې څخه لوی زیانونه او مرګ ژوبله ګالي