د یمن په خاوره د امریکا دوامداره بریدونه
حمل 28, 1404 12:06 Asia/Kabul
د یمن رسنیو د هیواد په شمال، مرکز او لویدیځ کې د امریکایي جنګي الوتکو د پرله پسې بریدونو راپور ورکړی دی
المسیره ټلویزیون ویلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د هیواد سیمې اته شپیته ځله د خونړیو بریدونو موخه ګرځیدلې دي.د تَحی تا، حَفا، او سَبعَین په څېر ښارونه بمبار شوي دي، او دغو بریدونو د ګڼو ملکي وګړو د شهادت او ټپي کېدو لامل هم شوي دي.خو د یمن پوځ وايي چې په غزه کې به د صهیونیستي رژیم پر وړاندې خپلو عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د دوی جنایتونه پای ته ورسیږي او د صهیونیستي رژیم د ملاتړو، په ځانګړې توګه د امریکا او بریتانیا له بریدونو څخه هیڅ ویره نلري.