-
کورنیو چارو وزارت کې د حقانی شتون
ثور 01, 1404 14:05د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، له څو میاشتو غیر حاضرۍ وروسته، پرون د وزارت په مرکزي دفتر کې حاضر شو او د یاد وزارت له مرستیالانو او مختلفو څانګو له مشرانو سره یې ناسته وکړه.
-
د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراخول
ثور 01, 1404 14:04په کابل کې د قزاقستان سفیر د ټولګټو وزارت سرپرست سره د لیدنې په ترڅ کې، دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل
ثور 01, 1404 14:02د افغانستان د پولیو څخه د خلاصون ادارې د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین پیل اعلان کړ
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 31, 1404 13:46د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې نړيوال جام ته لار پیدا کړه
حمل 31, 1404 13:20د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د دوه زره او شپږ ویشت کال نړیوال جام ته لاره ومونده
-
د افغانستان-قزاقستان د اړیکو د بیاکتنې غونډه
حمل 31, 1404 13:19د افغانستان او قزاقستان د اړیکو لپاره یوه غونډه د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د قزاقستان د سفارت د چارسمبالي په شتون سره جوړه شوه
-
د پاکستان له بندخونو څخه ۱۷۵ افغان بندیانو خلاصون
حمل 31, 1404 13:18د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې یوسلو او پنځه اویا افغانان د پاکستان له بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شول
-
پوتین په اوکراین کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ
حمل 31, 1404 13:16د روسیې ولسمشر د پاک اختر په مناسبت په اوکراین کې د دیرشو ساعتونو لپاره د اوربند اعلان کړی دی.
-
امریکایی اتباعو د اسراییلو د دوامداره ملاتړ په اړه اعتراض
حمل 31, 1404 13:14امریکایی وګړو یو ځل بیا د ټرمپ د پالیسیو او د صهیونیستي نیواکګرو لپاره د وسلو د دوامدار ملاتړ په وړاندې په اعتراض کې پراخ لاریونونه وکړل.
-
په افغانستان کې اېم ټي اېن مخابراتي شرکت د فعالیت پای
حمل 31, 1404 13:12اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په رسمي ډول په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورساوه او خپلې ونډې یې بل شرکت ته وسپارلې. له دې وروسته به اېم یو شرکت چې د اېم ټي اېن شرکت ونډې یې پېرلې، د «اټوما» په نوم خپل مخابراتي فعالیتونه پر مخ یوسي