د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراخول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42705-د_افغانستان_او_قزاقستان_د_اړیکو_پراخول
په کابل کې د قزاقستان سفیر د ټولګټو وزارت سرپرست سره د لیدنې په ترڅ کې، دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 01, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراخول

په کابل کې د قزاقستان سفیر د ټولګټو وزارت سرپرست سره د لیدنې په ترڅ کې، دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غونډې په لړ کې، د قزاقستان سفیر د د محمد عیسی ثاني سره د ریل پټلۍ په برخه کې د زیربنایي پروژو په اړه هم خبرې وکړې.د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې، دواړو خواوو افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لیږد، د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لیږد زیاتوالي او د افغانستان په زیربنایي پروژو، په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ کې د قزاقستاني شرکتونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.قزاقستان، چې د افغانستان په شمال کې موقعیت لري، د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د اوړو یو له مهمو صادرونکو څخه دی.