پوتین په اوکراین کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ
حمل 31, 1404 13:16 Asia/Kabul
د روسیې ولسمشر د پاک اختر په مناسبت په اوکراین کې د دیرشو ساعتونو لپاره د اوربند اعلان کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه لنډمهالی اوربند له خپل لوی درستیز والېري ګېراسیموف سره د لیدنې پر مهال اعلان کړی دی، چا چې هغه ته د اوکراین د جګړې د وضعیت په اړه راپور ورکړ او د پاک اختر لپاره یې د لنډمهاله اوربند امر وکړ.هغه وويل چې موږ د اوکراين د شخړې د حل لپاره د چين، امريکا او نورو هېوادونو د هڅو هرکلی کوو.د روسیې ولسمشر ویلي دي چې په دې موده کې به د اوربند امر وکړي او موږ تمه لرو چې اوکرایني اړخ هم زموږ بېلګه و اوسي