پشتو
  • په غزه کې د سلو فلسطینیانو شهادت

    په غزه کې د سلو فلسطینیانو شهادت

    حمل 31, 1404 13:09

    صهیونیستي رژیم په تیرو څو ساعتونو کې د غزې په خلکو باندې د خپلو بې رحمانه بریدونو له لارې لږ تر لږه سل فلسطینیان شهیدان کړي دي. همدارنګه، په نیواک شویو سیمو کې د پراخو لاریونونو سره سره، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې چې په غزه به بریدونه تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې د فلسطین مقاومت له منځه لاړ نشي.

  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    حمل 30, 1404 14:25

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

  • د صهیونیستانو پر وړاندې د حماس پوځي عملیات

    د صهیونیستانو پر وړاندې د حماس پوځي عملیات

    حمل 30, 1404 14:20

    د حماس پوځي ځواکونه وايي چې په څو بریدونو کې یې په غزه کې یو شمېر صهیونیسټي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي او د دوی پنځه زغروال بلډوزرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

  • د امریکا په بریدونو کې د ۸۰ یمنیان شهید شوي

    د امریکا په بریدونو کې د ۸۰ یمنیان شهید شوي

    حمل 30, 1404 14:07

    تېره شپه، امریکايي جنګي الوتکو د یمن په راس عیسی بندر باندې په برید کې شاوخوا اتیا کسان شهیدان کړل. هغه کسان چې په عمده توګه په دې بندر کې کارګران وو. په ورته وخت کې؛ د یمن پوځ وايي چې په عملیاتو کې یې تل ابیب او دوه امریکایي کښتۍ په نښه کړې دي.

  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړ

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړ

    حمل 30, 1404 14:00

    د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار محمد اسحاق ډار نن شنبه سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا کابل ته راورسېد. د دې سفر په لړکې، هغه د سرپرست حکومت له یو شمېر چارواکو سره ولیدل او د اړیکو د کچې، موجوده ننګونو او مختلفو مسلو په اړه یې خبرې وکړې

  • په ایران کې د کافا فوټسال سیالۍ

    په ایران کې د کافا فوټسال سیالۍ

    حمل 30, 1404 13:58

    د ایران د فوټسال لیګ کمیټې او سازمان مشر په هیواد کې د کافا فوټسال سیالیو د ترسره کولو اعلان وکړ.

  • د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومي منشي وینا

    د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومي منشي وینا

    حمل 30, 1404 13:56

    د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي په یوه وینا کې ویلي چې د نیواک شوي فلسطیني سیمو سره په پولو کې د لبنان مقاومت د صهیونیستي رژیم او د هغوي د اهدافو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې ده

  • نورالدین عزیزي له پاکستاني چارواکو سره وکتل

    نورالدین عزیزي له پاکستاني چارواکو سره وکتل

    حمل 30, 1404 13:55

    د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته د خپل سفر او د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټ اړیکو پر ښه والي ټینګار کړی دی.

  • له ایران څخه افغانستان ته د ۲۰۰ بندیانو لېږد

    له ایران څخه افغانستان ته د ۲۰۰ بندیانو لېږد

    حمل 30, 1404 13:54

    د سرپرست حکومت د بندخونو د چارو د سمون ادارې د هغو دوه سوه افغان اتباعو د لېږد اعلان کړی چې په ایران کې بندیان وو.