جدی 10, 1401 12:19 Asia/Kabul
  • پوهېږئ چې ښځه څوک ده؟

د ښځې پر وړاندې باید د خلاص فکر او نظرلرونکي خلک خنډونه جوړ نه کړي.

ښځه څوک ده؟

لومړى کس چي د فرعون د دیکتاتورۍ په وړاندې په جرأت را پورته شوه. هغه نارینه نه بلکي يوه ميرمن (بي بي آسیه) وه.

لومړى څوک چي د ځمکي د مخ تر ټولو مبارکي اوبه زمزم یې وڅښلې هغه مېرمن (بي بي هاجره) وه.

لومړى انسان چي په حضرت محمدﷺ یې ایمان راوړ یوه مېرمن (بي بي خدیجه) وه.

لومړى څوک چي د اسلام لپاره یې قرباني ورکړه او شهادت یې په برخه شو، هغه نارینه نه بلکي يوه مېرمن (بي بي سمیه) وه.

لومړی څوک چي خپل مال یې داللهﷻ په لاره کي مصرف کړ، نارینه نه بلکې يوه مېرمن (بي بي خدیجه) وه.

لومړی انسان چي د صفا او مروا ترمنځ یې سعې وکړه، هغه نارينه نه بلکې يوه مېرمن (بي بي هاجره) وه.

په اوس وخت کې میلیونونه حاجيان باید د (بي بي هاجرې) په څېر هڅه وکړي که نه نو حج یې نه قبلیږي .

تگ