حوت 19, 1402 11:07 Asia/Kabul
  • د مارچ اتمه

لیکنه: سهیلا کامران

په لومړي قدم کې د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړې ډول د هېواد اتلو مېرمنو ته مبارکي وایم. زموږ د وطن تاریخ د فعالو مېرمنو له مثالونو ډک دی خو متاسفانه د دوی کار او ژوند هغومره نه دی یاد شوی څومره چې باید یاد شي. د ګران وطن په تاریخ کې د فعالو مېرمنو ژوند ته تم کېدل او د هغو د ژوند او کار  کیسې لیکل ځوان نسل ته د کار او فعالیت روحیه ورکولی شي. که ملکه ده، که وزیره، شاعره ده او که لیکواله همدا ډول هرې یوې له هر حالت، مبارزې او ستونزو سره ځان رسولی دی.

ځینو په خپل نوم او ځینو د محدودیتونو له امله په مستعار نوم فعالیت کړی دی. زه ډېرې افغانې نجونې پېژنم چې ډېر زیات استعداد لري خو متاسفانه د محدودیتونو له امله یې استعداد پټ پاتې دی. 

تل دې موضوع ځورولې یم چې زموږ په ټولنه کې که یوه ښځه ځان رسوي هم شرم دی او که ځان نه رسوي هم شرم دی. نو که ښکاره ووایم؛ داسې احساس کوم لکه د ښځو ورځ چې د دغو حالاتو او محدودیتونو له امله هغسې نه ده یاده شوې څرنګه چې باید ولمانځل شي خو له بلې خوا  بیا خوشحاله شم؛ هغه انسانان چې د ښځې هر ښه او بد په ننګ او غیرت پورې تړي او ټوله شرم ګڼي، په کال کې حداقل دا یوه ورځ یې ښځه بولي.

دا ورځ هغه ښځې رایادوي چې له خپلو حقونو څخه محرومې دي. کاش د دې په ځای چې د یوې ورځې په مبارکي  خلک ځان خلاصوي د ښځو حقوق ورکړي. کاش پدې ورځ د ښځو د ستاینې په ځای یی تل وهڅوي او حقونه یې ورکړل شي ځکه ښځه د ټولنې تهداب ده.‌

ښځه د ټولنې نیم قشر ده؛ که چېرته دا برخه فعاله نه وي نو ټولنه له شاتګ او ژور خفګان سره مخ کېږي. فخر افغان مشر پاچاخان ویلي: د یوې ټولنې پرمختګ د هغو خلکو له رویې باید وارزول شي. که چېرته په ټولنه کې ښځو ته په ښه سترګه کتل کېږي او حقوق یی ساتل شوي وي نو هغه وطن جوړ دی. لکه څنګه چې وایي چې ښځې د ژوند سکون او د کور ډیوه ده.

دا چې په کال کې یوه ورځ د ښځو د ورځې په نامه یاده شوې ده، دا په نوي ځوان نسل باندې مثبت اثر کولی شي هغه داسې چې موږ ورځ لرو او همدا ورځ یو فرصت دی چې د ځان په هکله او د خپل ارزښت په هکله فکر وکړو. 

غواړم خپل پیغام د لیکوالې اودری لارډ په دې خبرې پای ته ورسوم:

“کله چې خبرې کوو وېرېږو چې څوک به مو غږ وانه وري یا به پرې ښه و نه لګېږي خو کله چې غلې یوو بیا هم ډارېږو،  نو غوره دا ده چې خبرې وکړو.