حوت 19, 1402 09:39 Asia/Kabul
  • ښځه او ټولنه

لیکنه: درخانۍ

د ښځو نړیواله ورځ ده.دلته هر کال دا ورځ لمانځل کېږي او هر نارینه تر وسه هڅه کوي، چې په دې ورځ په سمبولیک ډول د ښځې خیال وساتي خو زما او د هرې بلې افغانې هیله دا ده چې یوازې یوه ورځ نه بلکې هره ورځ د ښځو وي او د ښځو حق یوازې د شعار نه بلکې د عمل خبرې وي. 

زه غواړم ښځه د ښځې تر ورځې منحصره نه سي. زه غواړم ښځې ته د احترام او عزت له هغو سترګو وکتل سي، چې خدای په (مریم  او نساء) کې ذکر کړې ده.

غواړم ښځه د رابیا غوندې ولیدل سي، د مریم غوندې یاده سي، د بي بي آسیې غوندې یې ذکر وسي او د بي بي خدیجې په څېر یې ټولنه د شخصیت، کار او عظمت له تاثُره ډکه وي.

ښځه د ټولني دوهم جنس نه ده بلکې د دې ټولنې د رغښت  اساسي ریښه ده، چې په پرې کولو یې د ټولنې بنیاد له بېخه نړېږي .موږ ټول په دې پوهېږو چي ښځه د کور ډیوه ده او که ټولنه روښانه غواړو باید د ښځو حقونو ته پام وکړو. د ښځو لپاره عدالت غوښتنه یوازې د ښځو لپاره نه ده بلکې د ټولې ټولنې او د ټول بشریت  لپاره ده نو ځکه هم د ښځو د حقونو غوښتنه یوازې د ښځو کار نه دی بلکې د هر افغان/ې او مسلمان/ې وظیفه ده.

د کومو ټولنو ښځو چې زده کړې کړې دي، هغه ټولنې نن ورځ موږ په سترګو وینو چي څومره پرمختګ یې کړی دی. ښځې ته چې هر څومره بار پر اوږو ورکړئ هغه یې وړي او پر خپل وخت ټول مسولیتونو ته ځان رسوي. دا خبره به هیڅکله کلیشه نه سي چې:  “ښځه په یوه لاس زانګو زنګوي په بل جهان”. 

متاسفانه د ښځو کار او زحمت ته ډېر کله په مهمه سترګه نه کتل کېږي. زه یوازې د علمي-کاري دنیا خبرې نه کوم، یوه مور تصور کړئ چې له سهاره تر ماښامه د کور ټول کارونه کوي، د اولادونو ټولو ستونزو ته رسېږي خو په ژوند کې حتا څوک مننه ترې نه کوي. ګومان کوم نن یې ښه فرصت دی چې له هغو ښځو مننه وکړو او قدر یې وکړو چې له برکته یې زموږ ژوند روان دی. دا ښځه ده چي د کور د مسولیتونو تر څنګ ټولنې ته را وځي، دندې ته ځي، کور او دفتر دواړه سمبالوي.

دا ښځه ده چي نړۍ ته لوستې او د کار خلک وړاندې کوي. دا ښخه ده چي د کور مفهوم یې ژوندی ساتلی دی. د ښځینه انسان د ستاینې او د هغې د انساني عظمت او کرامت په باب چي زه هر څومره لیکل وکړم، ښایي لږ به وي.

زه غواړم یو څه د خپلې ټولنې ستونزو ته کتنه وکړم. موږ له کلونو راهیسې د دې ستونزو یادونه کوو، خو تر اوسه مو پوره حل لاره نه ده پیدا کړې. ښځه اوسېدل یوازې په افغانستان کي نه؛ بلکې د نړۍ په ډېره جغرافيه کې لا هم سخته ده.

خو په افغانستان کي تر نورو هیوادو ډېره سخته ده. ځکه دلته یوازي کورنۍ ستونزې نه دي چې ښځه یې بيا بيا ځورولې ده؛  بلکي ټولنې او ټولنیزو ستونزو هم  ژوند کولو ته نه ده پرې اېښې. دلته ښځي تل قرباني کیږي، دا قرباني که د پلار، ورور، میړه، زوی او یا هم د ټولني په نوم وي؛ یوازي ښځه قرباني ورکوي. زموږ تاریخ که د جګړې په وخت کې دی که وروسته له جګړې تل پکې ښځه قرباني شوې ده.

دلته هر وخت ښځه قرباني سوې ده، دلته هر وخت نجلۍ قرباني سوې ده، دلته هر وخت مېرمن قرباني سوې ده، دلته هر وخت خور قرباني سوې ده او دلته هر کله لور قرباني سوې ده. دهغې هیلې، ژوند، مینه، روغتیا او زده کړې قرباني کېږي، مګر دا چاره له نارینه اولاد سره هېڅکله نه تکراریږي. دلته د ښځې حق د هغې د زوکړې پر ورځ، ځکه اخیستل کېږي چې په زوکړه یې څوک نه خوشالېږي.

جالبه دا ده چې زموږ په ټولنه کې خلک متاسفانه له ډېرو واضح شیانو منکر دي مثلا وايي چې ښځه د مدیریت او رهبرۍ جوګه نه ده حال دا چې ټولې کورنۍ د یوې ښځي (مور) له خوا په ښه شکل رهبري کېږي. د مشهورې مصرۍ لیکوالې نوال السعداوي په قول:”له ښځو پرته وقار، ټولنیز عدالت یا ازادي نه شئ ترلاسه کولی.”

د داسې یوې ورځې په هیله چې ښځه: د جنس په څېر ونه پلورل سي.په بدو کې ورنه کړل سي.د واده پر وخت وپوښتل سي.ښوونځی او پوهنځی یې پر مخ خلاص وي. او د یوې داسي ورځي په هیله چي ښځه د انسان په مفهوم معرفي سي.