حوت 19, 1402 18:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان زړورې ښځې

لیکنه: سیدعبدالله پاچا

اتم د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ! ښځه څوک ده؟ ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه لور ده او ښځه د نارینه لپاره د ژوند ملګري ده.

  د مارچ اتمه نیټه هر کال د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږی. دا ورځ په ټولنه کې د ښځو د درناوي، له دوي سره د مینې، او په ټولنه کې د دوي د حقونو یادونه کوی.

  لکه څنګه چې ښځې د ټولنې نيمايې برخه تشکيلوي نوهمدارنګه په ټولنه کې مهم نقـش هم لوبولى شي ښځې که له يوې خوا د دنيا نوابغ او قهرمانان په غېږ کې لويوي نوله بلې خوا په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه هم لرې اود ټولنې د يومهم او فعال غړي په توګه د سياست په ډګر کې هم ځان ښـکاره كولاى شي او په ښــه توگه كولاى شي چې په سياسي فعاليتونو کې فعاله برخه واخلي افغاني ښځې د اخلاقو په چوکاټ کې د ټولنې په پرمخ بيولو کې ستر رول لوبولاى شي د همـــدې اصل په نظــــــر کې نيولو سره ښځه په پرمخ تلليو هيوادونو کې د اوليت مقام لري او ټولنه په دې پوره باور لري چې بي د ښځوله ونډې اخستلوڅخه ټولنه هيڅکله خپل د تکامل پړاو ته نشي رسيدلى .

  نو ځکه د ښځو ونډې ته د قدر په ستر ګه کتل کيږي دا چې ښځه د ژوند په ډګر کې د يو مهــم قشر په تو ګه پيژندل شوې ده نو د ټولنې افراد هم د دې ټکي په نظر کې نيولو سره په پر مخ تللــي هيوادونو کې ښځو ته د اوليت مقام ور بښلی دى او په دې پوه دي چې ښځه هم مور ده ، هم خورده ، هم میرمن ده ،ښځه د ژوند سمبالوونکې، د کورني ژوند د انتظام ،تعادل او د کور د اقتصاد په جوړولو کــې يوډېرمهم رول لوبولاې شي ښځه د ماشوم د اولنۍ ښوونکې په توګه پيژندل شوېده او ښځه د ورځني ژوند په چاپېريال کې هغه څوک ده چې ټولنه پرې ډير افتخار کولاې شي کله چې په ټولنه کې د تعليــم سطحه لوړه شي، نو بيا ټولنه په دې پوهيږي چې ښځې هم د نارينوپه شان کار کولاې شي خو زمـونږ په ټولنه کې د تعليم د سطحی د ټيټوالي له عمله ښځو ته د ټولنې د يو فعال غړي په توګه نه کتل کيږي حتی يو تعداد خو ښځوته په خپل کورکې دا اجازه نه ور کوي چې خبرې وکړي خوپه دې لانه پوهيږي چې نارينه د ښځو په نه موجوديت کې نيمګړي دي، خو دا باید له پامه ونه غورځول شي چې زمونږ د هیواد با شهامته ښځي د بهرنيو ښځو څخه هيڅ کمى نه لري، نو راځئ چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټورګامــونه پورته کړو او په نړيواله کچه کې د خپلو شخصيتونو په ښودلو کې د تعليم اوچتو پړاوونوته ځانونه ورسوو اوله ځانوڅخه د ټولنې مهم شخصيونه جوړ کړو په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کې فعاله ونډه واخلو دا ځکـــــه چې افغانه ښځه ډيرعالي مورال لري اوکولاې شي چې د دولت تر رياست او وزارته پورې لکه دنړۍ دنورو ښځو په شان ورسيږي.

دا چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چیرې چې ښځې له خپلو ډیرو ابتدایی حقونو څخه هم بې برخې دي، خو له نیکه مرغه چې په تیرو نولس کلونو کې د ښځو په ژوند کې ځینې مثبت بدلونونه راغلي دي، خو بیا هم ډیر کار ته اړتیا شته څو افغان میرمنې وتوانیږی د خپلې ټولنې په جوړولو کې له سړیو سره یو ځای رغنده رول ولري.

د ښځو نړیواله ورځ دې د افغانستان او نړۍ ټولو ښځو ته مبارک وي.