جدی 10, 1401 12:06 Asia/Kabul
  • نړۍ د افغانستان له خلکو سره په خبرو او عمل کې ده.

رینا امیری وايي چې نړۍ د افغانستان له خلکو سره په خبرو او عمل کې ده.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري وايي، نړۍ د افغانستان له خلکو سره په خبرو او عمل کې ده.

مېرمن امیري وايي، ډېر هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو له ځنډولو وروسته د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام لپاره لارې چارې ومومي.

د طالبانو د حکومت له لوري پرښځو او نجونو د زده کړو او کار بندیز څو ورځې وړاندې ولګېدو چې د هېواد او نړۍ په کچه یې پراخ غبرګونونه او اندېښنې راوپارولې. طالب چارواکي په خپل منځ کې هم د دغې ستونزې پر وړاندې په یوه  خوله نه دي او ځينو يې په نږدې مهال کې د زده کړو بېرته پيلېدا خبرې هم کړي دي. 

تگ