افغان ښځې او نجونې اوس پخواني مړي نه دي.
افغان ښځې اوس د خپلو حقونو د غوښتنې غږ پورته کولای شي او وېره يې هم کمه شوې ده.
افغان ښځې او نجونې اوس پخواني مړي نه دي یعنې پخوا به چې پرې هر ډول ناروا کېده نو دوی به پټه خوله ورته غاړه اېښودله خو اوس افغان مېرمنو زده کړې وکړې او له خپلو حقوقو خبرې شوي دي.
ښځې د اسلام په چوکاټ کې خپل حقوق پېژني او په اړه یې مبارزه هم کوي خو نه هغه ښځې چې د لويديځ فکر له پاره جنګيږي او پر کور د ناستو مېرمنو مسایل د بېلګې له پاره وړاندې کوي او ګټه يې خپلې خواته کش کوي. دا ډول ښځې که مجازات شي ستونزه نشته خو داسې ښځې هم په ټولنه کې شته دي چې په رښتیا يې هم حقوق تر پښتو لاندې کيږي او دوی سر لا نه شي پورته کولای. په پیسو خرڅې شي، په بدو کې ورکړل شي، په قرضو کې ورکړل شي او نورې سل نارواوې ورسره وشي خو نارینه یې له خدایه نه ویريږي. که د دغه ډول ښځو دفاع هر چا وکړه او حقونه يې ورته د اسلام په چوکاټ کې واخېستی شول نو دا یو رښتينی مبارز او مبارزه ده.
پر نجونو زده کړې بندې شوې، ښونځي ته تلل بند، پوهنتون ته تلل بند، کار ته تلل بند، هر څه کول بند. دا نو په ښکاره زور زیاتی دی.
نارینه باید له شرعي حدونو تېری و نه کړي او ښځه هم باید د شرعي حدونو په چوکاټ کې نارینه وو ته سرټيټ کړي خو که ظلم پرې وشو نو کومې لارې چارې چې شریعت ورښودلي دي عمل پرې کولای شي.