ّ «د نجونو پر زده کړو بنديز» له امله ښځو په کابل کې لاریون کړی.
جدی 03, 1401 12:00 Asia/Kabul
کابل کې لاريون والې مېرمنې: د لاريون پر مهال طالبانو راسره له تاوتریخوالي کار واخېست.
کابل کې لاريونوالې مېرمنې: د لاريون پر مهال طالبانو راسره تاوتريخوالی وکړ.
په کابل کې لاريون کوونکي ښځې وايي، چې د طالبانو لهخوا د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون د دوی نننی لاریون، په تاوتریخوالي واوښت.
د ښځو دغه لاريون له تحصيل نه د نجونو د بې برخې کېدو په تړاو و، چې د تنظيموونکو په وينا، د طالبانو لهخوا يې مخه ډب شوه.د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ او د خودجوشه ښځو خوځښت د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، چې د پوهنتونونو دروازې یې د ښځینه محصلینو پر مخ تر بل امر پورې تړلي دي، لاريون وکړ.