جدی 03, 1401 11:38 Asia/Kabul
  • د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا غندل شوی.

د طالب چارواکو دغه ورستۍ پرېکړې ته په هېواد دننه او په نړیواله کچه نورو ډېرو هېوادونو غبرګونونه ښودلي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا ای او ایم د نجونو د پوهنتونونو د بندولو په برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دې هېواد کې د ښځو پر زده کړو او کار سیستماتیک محدودیت او د ښځو له حقونو سرغړونه ده.

په هغه بیان کې چې د ای او ایم له خوا خپور شو، د طالبانو له چارواکو څخه غوښتنه شوې چې په دې اړه خپله پرېکړه بدله کړي څو دا خبره یقیني شي چې ټولې افغان نجونې او ښځې زده کړې کولای شي.

دغې نړیوالې موسسې همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې په تېرو څو میاشتو کې افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه بې برخې شوي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د مهاجرت نړیوال سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر هېواد کې د ښځو او نجونو ونډه مهمه او حیاتي بللې ده.

تگ