جدی 01, 1401 12:40 Asia/Kabul
  • ښځه ولې په زده کړو ځوروئ؟

په ټولنه کې د خلکو ذهنیت داسې دی چې ښځه یا د کور ده یا د ګور ده. دا هم باید له یاده ونه باسو چې د ښځې نه شتون نر پوره کولی شي او که نه؟

زموږ په ټولنه کې دخلکو ذهنیت داسې دی چې ښځه يا د کور ده یا د ګور ده خو په دې اړه هم باید فکر وشي چې د ښځينه استادې، ډاکټرې ، نرسې او نورو دنده کوم نارینه پوره کولی شي؟

نه.

هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه.

که په يوه کورنۍ کې یوه زده کړې  مېرمن وي نو د هغې د اولادونو په خبرو، کړو وړو ،  پوښاک او  هرڅه کې له نورو کوچنیانو سره توپير وي. ښځه کولای شي نسلونه په سمه توګه وروزي . یوازې په زانګو  کې د ماشوم زنګول د ښځې کار نه دی بلکې هغه/هغې ته د ښې روزنې رول هم باید مور ولوبوي ځکه مور د ماشوم لپاره مدرسه ده ترڅو په کې ښه روزنه وويني او ډېر څه په  کې یاد کړي.

يوه زده کړې مور کولای شي خپلې لور ته د هغې د پېغلتوب، ناروغیو او نورو  ګڼو مسایلو په اړه معلومات ورکړي او هغه پرې وپوهوي. يوه زده کړې  مور کولای شي د ملګرې په توګه له خپلې لور څخه پوښتنې واوري او ورته حل يې کړي.

نو:

ښځه يوازې په کور مه پرېږدئ. هغې ته د زده کړو حق ورکړئ ترڅو ستاسې راتلونکې ټولنه نالوستې او ناپوهه پاتې نه شي.

تگ