قوس 30, 1401 13:06 Asia/Kabul
  • پوهنتونونو کې هم د نجونو زده کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.

د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې تر راتلونکي امر پورې دې په شخصي او دولتي ټولو پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې وځنډيږي.

د لوړو زده کړو وزارت وایي چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډول شوې. د دغه وزارت ویاند ضیالله هاشمي د لېندۍ په ۲۹مه د شپې ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه د وزارت رسمي خبرتیا خپره کړې ده.

په خبرتیا کې راغلي: “د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې د ۲۸ ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.”دی وایي، پوهنتونونه دې په دې اړه بېړنی اقدام وکړي.د یادولو ده چې له دې مخکې په هېواد کې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګي هم تر امر ثاني پورې تړل شوي دي.

 

تگ