په کابل کې یوشمېر نجونو د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار نندارې ته وړاندې کړل.
قوس 23, 1401 13:17 Asia/Kabul
په کابل کې دغو نجونو نوموړی نندارتون په داسې مهال کې وړاندې کړی چې په ټولو انځورونو کې يې خپل رښتینی وضعیت انځور کړی دی.
تېره ورځ په کابل کې یوشمېر نجونو د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار نندارې ته وړاندې کړل.
کابل کې یوشمېر نجونو تېره ورځ د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه، سوله او د جګړې منفي پایلې، ناامني او د زدهکړو ارزښت پهکې انځور شوی و، نندارې ته کېښودل.
د دغه نندارتون په ډېری اثارو کې د افغان ښځو پر وړاندې اوسنۍ ستونزې، ننګونې او محدودیتونه، په وروستیو کلونو کې هېواد کې شوې خونړۍ پېښې چې له کبله یې ډېری ښوونیز مرکزونه موخه ګرځول شوي، انځور شوې دي. دغه راز، دغو انځورګرانو په خپلو اثارو کې د زدهکړو ارزښت او د افغانانو کلتور هم انځور کړی او نندارې ته وړاندې کړي دي.