قوس 19, 1401 14:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې قمرګله ومړله.

دغه پښتنه سندغاړې د ډسمبر په نهمه د جمعې په ورځ د کاناډا په ټورنټو کې مړه شوه او زوی یې هم د نوموړې مړينه تایید کړې ده.

مېرمن قمرګل د ناروغۍ له امله د ټورنټو په یوه روغتون کې ساه ورکړې. هغې د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.هغې لا دېرش کاله پخوا په راډیو افغانستان کې له ٣٠٠٠ زیاتې سندرې ثبت کړې وې.

Image Caption

 

نوموړې د خپل هنري ژوند په دغه اوږد سفر کې د محمد ظاهرشاه، سردار داود خان، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د سندرو ویلو له امله بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي دي. دغه راز یې وروستۍ لاسته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب د پخواني افغان ولسمشر ولسمشر حامد کرزي له خوا ورته ورکړل شوى دى.قمرګل له استاد محمدین زاخېل سره واده کړی چې د ګډ ژوند ثمره یې درې لوڼې او درې زامن دي. زاخېل هم د افغانستان له نامتو سندرغاړو و چې څو کاله مخکې مړ شوی دی.

تگ