قوس 16, 1401 14:18 Asia/Kabul
  • نن په ټول افغانستان کې د دولسم ټولګي له نجونو زده کوونکو ازموینه اخیستل کیږي.

ټاکل شوې چې نن په کابل او ولایتونو کې د دولسمو ټولګيو له نجونو زده کوونکو په یوه ورځ د سويې ازموینه واخیستل شي.

په پام کې ده چې نن (چهارشنبه) په کابل او ولایتونو کې د دولسمو ټولګيو له زدکوونکو نجونو د ارتقا ازموینه واخیستل شي. تر یوه کال ډېر وخت کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدکوونکې ښوونځیو ته نه دي تللې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د منځنیو ښوونځیو د عمر نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو په کور د ننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي.‌

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد رسنیو ته وویل، چې ازموینې ته درې ساعته وخت ورکول کېږي.

نوموړي ويلي: "د دولسم ټولګي له نجونو نه د فراغت له پاره د یوې ورځې له‌ پاره د کانکور په څېر ازموینه اخیستل کېږي. ازموینه لس بجې پیلېږي، درې ساعته به دوام وکړي. په دې ازموینه کې یو سل او څلوېښت پوښتنې راغلي دي، څلور ځوابه دي او هر سوال بیا لس نمرې لري."

ښاغلي فرهاد احمد د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ د ازموینې په اړه د ښوونځیو له مدیرانو سره شریک شوی، هم له رسنیو سره شریک کړ.

په دغه پیغام کې چې نه‌دي ویل شوي د چا په غږ دی، ټینګار شوی، چې د ازموینې همدا یو ورځ ده او بل چانس ورته نه‌ شته. پيغام کې ويل شوي: "ټولو هغو ښځینه زده‌کونکو ته خبر ورکړئ چې په دولسم ټولګی کې دي، چې دوی سبا چهارشنبه ازموینې ته حاضرې شي، د نه حاضرېدلو په صورت کې یې مسولیت په خپله غاړه ده، دا ازموینه دوهم چانس نه‌ لري."

تگ